د مثانې اناتومي جوړښت او دندې Urinary Bladder

د مثانې جوړښت او دندې Urinary Bladder   

مثانه یا د متيازو کڅوړه، چې په دې کې متیازی جمع کېږي، د سپوخت په منځ کې ځای لري. له مخاطي غشاء او عضلي (دوه طبقو) څخه تشکیل ده. د نرانو د مثانې شاته مستقيمې کولمې او نل منوي او د زنانه و رحم واقع دی. مثانه د ډکوالي په حالت کې د هګۍ بڼه لري، په هغې کې متیازی جمع  کېږي.

مثانه درې سوري لري، چې دوه د پښتورګو د نلونو سوري او یو د متيازو د نل سوری، چې د قضیب penis له لارې متیازی خارجوي. د مثانې په غاړه کې يوه ګرده عضله ده، چې د هغې دنده انقباض او انبساط ده، کله چې په مثانه کې متیازې زیاتې شي، نوموړي عضله منقبض کیږي او متيازې خارجوي. په پښتورګو کې په پرلپسې توګه ادرار پېدا کېږي او د پښتورګو د نلونو له لارې مثانې ته نقل کېږي او هلته ټولېږي، کله چې هلته د متیازو مقدار زیات شي د اعصابو په ذریعه عضلات منقبض او انسان ته د ادرار خارجولو حاجت او احساس پیدا کیږي.

مثانه تقریبا له ۳۵۰ څخه تر ۵۰۰ میلي لیتره پورې د متيازو د ساتلو ظرفيت لري.

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک