د معدې اناتومي جوړښت او دندې Stomatch Anatomy

د معدې جوړښت او څرنګه کار کوي؟

دهاضمې سیستم او غذايي نالۍ تر ټولو پراخه برخه ده، چې هغې کې خواړه له خوړلو وروسته ځای او هضم کېږي، معده مشك ډوله بڼه لري. طول یې له ۱۲ څخه تر ۱۵ انچو پورې او عرض یې ۴ انچه دی او په خالي حالت کې یې وزن 125 ګرامه دی. معده دوه څنډې، دوه سوري، دوه سطحې لري اوله څلورو طبقو څخه تشکیل شوې ده. د معدې په دننه برخه کې یو رطوبت تولیدیږي، چې صاف، شفاف او يوه اندازه ترش مالګین رطوبت دی، چې په هغې کې تیزاب، مالګه او انزایم (Pepsin E) موجود وي. دا رطوبت د غذا لحمي اجزا هضم کوي. کله چې معده خالي وي دا رطوبت نه تولیدیږي، کله چې معدې ته خواړه ننوځي، د معدې په جهیلي کې د وینې راتګ زیاتېږي، چې دې سره د معدې په غدودو کې رطوبت په ترشح پیل کوي او معده کې د هضم کولو کار پیلېږي، چې معده هضم شوې خواړه د لانديني باب له لارې وړو کلمو ته لېږدوي.

د معدې دویم لاندینی سوری یا باب د کلمو او معدې د اتصال په مقام کې واقع دی، چې د الله په قدرت د پهره دار حېثيت لري ، چې هضم شوي خواړه لږ لږ کلمو ته لېږي او نه پرېږدي، چې له کلمو څخه خواړه بېرته معدې ته ننوځي.

د معدې او کولمو دغه نظام په قدرتي توګه (Automatic) کار کوي، د انسان د غلطيو او بې احتیاطۍ له کبله په دې نظام کې خلل واقع کېږي او د ډول ډول ناروغیو (چې وروسته به یادې شي) سبب ګرځي، انسان ته په کار دي، چې د الله د قدرت د دې کارګردګۍ شکر ادا کړي، ترې راضي او خوشاله واوسي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک