سنکوپ څه شی دی؟ لاملونه او درملنه Syncope

سنکوپ Syncope

سنکوپ یوه موقتي بې هوشي ده، معمولا مغز ته د کافي اندازه اکسیجن نه رسېدل، د وینې د فشار  ټیټوالي له کبله.

دا يوه داسې ناروغي ده چې په عامه توګه په ښځو کې لېدل کېږي. چې زياته وينه ورڅخه جريان پيدا کړي، لکه د حمل اسقاط، مياشتني عادت کې زياتوالی او داسې نور.

لاملونه:

چاته يو ناڅاپه د غم او يا خوشحالۍ خبر رسېدل، زياتې کانګې او اسهال‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌، د وينې د فشار کموالی، خطرناک منظر ليدل، يا د کوم ځناور د حلاليدو په وخت د هغه وينه ليدل، د انسان د بدن له زخم څخه وينه بهيدا ليدل د ځينو معمولي عملياتو له ليدلو څخه هم سنکوپ رامنځته کيدای شي.

مخکي له دې چې سنکوپ واقع شي د انسان سر ګرځي، سترګې يې تياره تياره  کېږي،  لاس او پښې يخيږي او خولې يې زياتيږي.

د سنکوپ درملنه:

څرنګه چې دا ناروغي دماغ ته د وينې د پوره جريان د نه رسيدو له کبله منځ ته راځي نو ددې لپاره چې د وينې بهير دماغ ته پوره ورسېږي بايد د ناروغ سر د بدن له نورې تنې څخه ټيټ واقع شي په خوله کې يخې اوبه څڅول پکار دي او له ناروغ څخه دې اضافي جامې وايستل شي او يا تڼۍ يې خلاصې کړئ ورته. ناروغ ته امونيا کارب ور بوی کړئ او يو امپول Inj.Coramin (Nikthamid) ورته زرق کړئ له دې سره Inj.Decadron هم ورکړئ او په فوري توګه ورته مخلوط سيروم infusion-Dextraset+salim 1000ml  د وريد له لارې چالان کړئ.

که چېرته له ناروغ څخه وينه بهيږي بايد د وينې بهېدنه يې بنده شي د دې لپاره بايد ناروغ ته له Inj.Claudin يا Inj.Hemolin يا Inj.Steptobion او يا Inj.Styplon څخه ‌يو درمل زرق شي. د پورتنيو پيچکاريو (امپولونو) پر ځای ددې ګولۍ هم ورکولای شئ او هغه ښځې چې د هغو د سقط حمل او يا مياشتني عادت له کبله وينه زياته بهېږي بايد Inj-Tab.Methergin او يا Inj.Ergomethrine ورته تطبيق شي.

ناروغ ته د وريد له لارې د ګلوکوز تطبيقول ډېر ګټور تماميږي ددې تر څنګ Inj.Decadron  هم په سيروم کې واچوئ.

د میرګیو، سکتې او سنکوپ نښې او توپیرونه:

میرګي

سکته

سنکوپ

۱- د ناروغ لاس او پښو کې تشنج واقع کېږي.
۲- ناروغ چیغي وهي
۳- له خولې څځه یې ځک راځي
۴- څېره نیلي رنګ اختیاروي
۵- درې، څلور دقیقي وروسته ناروغ په هوش راځي
۶- له جسم څخه د شرابو په څېر خوله راځي
۷- زړه په زوره زوره دربېږي
۸- رنځ‌ عموما موروثي وي
۱- په لاس او پښو کې تشنج نه واقع کېږي
۲-  ناروغ چیغي نه وهي
۳- له خولې څځه یې ځک نه راځي
۴- څېره سره او سترګې خلاصې وي
۵- درې، څلور ساعته  وروسته وخت، کله کله درې ورځې وروسته ناروغ په هوش راځي
۶- جسم یخ وي
۷- د بل هر رنځ‌ له امله پېښېږي
۱- تشنج نه وي بلکه د وینې جریان او صدمې څخه بېهوشي واقع کېږي.
۲- ناروغ چیغي نه وهي او دوره یو ناڅاپه راځي
۳- له خولې څځه یې ځک نه راځي
۴- څېره مردنی، نبض کمزوری او نه محسوسېږي.
۵- ناروغ نه په هوش کېږي، تر څو ورته درمل ور نه کړئ
۶- جسم یخ وي
۷- د زړه حرت ډېر کمزوری او وهمي وي. ۸- عموما د کوم بل رنځ له امله رامنځ ته کېږي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک