مني څه ته وايي؟ جوړښت او دنده Semen

د انسان مني (د تولید ماده) جوړښت او دنده

دا يوه سپينه سرښناکه او ځانګړې بوی لرونکې مایع ده. چې په خصیتین کې جوړېږي او په یو ځل انزال کې تقریبا له ۵ څخه تر ۶ ګرامو پورې خارجېږي، په دې ماده کې په لکونو سپرمونه وي، چې یو یا دوه سپرمه یې د ښځو رحم (زيلانځ) ته ځي او د حمل د استقرار سبب ګرځي.

 

دا سپرمونه ډېر واړه وي، په سترګو نه لیدل کېږي، خو د مایکروسکوپ په ذریعه څرګندېږي، چې يو سر، تنه او لکۍ لري. سپرمونه د لکۍ په ذریعه یو خوا بل خوا حرکت کوي او د همدې حرکت په ذریعه د ښځې د تولید مادې تخم (Ovum) سره یو ځای کېږي او د ژوند د پیلامې سبب جوړېږي.

مني هغه وخت د تولید وړ وي، چې د هغې سپرم خوځند او تندرست وي. که چېرې خصیتين د څه ناروغۍ لکه ضربه، چیچك، سرخکان او داسې نورو له امله خراب شوی وي، نوموړی سپرم تولید نه شي کولی او یا دومره کمزوری وي، چې د حمل د استقرار وړ نه وي.

 

په دې اړه نورو تصویرونو لپاره دا تړونی کېکاږئ 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک