کوم خواړه د معدې د سوزش لامل ګرځي؟

انسان ته په کار دي د معدې په روغ ساتلو کې له غوره پاملرنې کار واخلي او له هغه خوړو چې د معدې تیزابیت او سوزش لامل کیږي ځان وژغوري.

د خوراکي رژیم متخصصه او ایندوکراینولوژیسته ډاکټره «الپینا کومیساروا» وایي، هغه کسان چې د معدې د سوزش ناروغي لري باید پیاز، لیمو او دې ته ورته خواړه له خپل خوراکي رژیم څخه وباسي.

ډاکټره کومیساروا یادونه کوي، د داسې ناروغانو لپاره غوره ده د ورځې څو څو ځله خو لږ او محدود خوراک وکړي، په داسې حال کې چې وروستی خوراک یې له خوب څخه درې ساعته وړاندې وي او له خوراک سمدستي وروسته له اوبو څښلو بشپړ ډډه وکړي.

هغه زیاتوي، د امکان تر حده د رومیانو، پیاز، ککوي چاکلیټ، کافي، ګشنیز/ویلنی، ګازي څښاک، الکولي څښاک، غوړ لرونکي خواړه، مساله لرونکي خواړه او داسې نور کم کړي. ځکه چې دغه خواړه ممکن انفرادي عکس العمل ولري، ددې لپاره هر هغه خواړه چې یاد کس یې خوري له ځان سره ثبت کړي، او د معدې سوزش پرمهال یې مشخص او له خوراکي رژیم څخه وباسي.

ددې سربېره پوهان سپارښتنه کوي چې خپل وزن وڅارل شي او سګریټ څښل بند کړل شي، ځکه چې ددې وروسته کول د مرۍ په وروستۍ برخه کې د غشا التهاب رامنځته کوي.

Back to top button
واسع کلینیک