ارګمي کول؛ لاملونه او درملنه Belching
ارګمي کول Belching:
ارګمی څه شی دی؟
د ناروغ له خولې څخه د غږېزې یا اواز لرونکې هوا راوتل ارګمی ګڼل کېږي.
د ارګمي لاملونه:
بد هضمي، په معده کې د هوا زیاتوالی، د معدې زخم، د کولمو زخم، له خوړو سره د اوبو زیات څښل، د چای او کوکاکولا ډېر کارول د دې ناروغۍ لاملونه دي. کله چې ارګي سره هوا راوځي، له هغې څخه ډېره هوا بېرته د خولې له لارې ننوځي، چې د زیاتو ارګمیو سبب
کېږي.
په عصبي او نازک مزاجه ښځو کې د ارګمیو واقع کېدل د هستريا د ناروغۍ پیلامه ده.
د ارګمي درملنه:
- ناروغ باید له ارادي قوت څخه کار واخلي او په ارګمیو باندې کنترول ومومي، که چیرته ارګي راځي باید خوله بنده ونیسي او که خوله خلاصه وي، باید د ارګمي د بندېدو هڅه وکړي.
- که په چا کې بدهضمي موجوده وي، هغه دې معالجه کړي.
- که قبضيت وي د هغې درملنه دې وکړي.
- د دماغ د سکون لپاره Largactil-25mg او Tab.Ativan توصيه کړئ.