د ځیګر حجم کمېدل؛ لاملونه، نښې او درملنه Cirrhosis
د ځیګر حجم کمېدل څه شی دی؟ Cirrhosis:
کله چې د ځیګر څنډې له طبیعي حالت څخه منقبضې او سختې شي، لومړی ځيګر غټ او وروسته یې حجم کمېږي، نو دې ته د ځیګر Cirrhosis ویل کېږي.
سیروزس Cirrhosis د یوه غړي په ځانګړي ډول د وینې بین البیني التهاب ته وايي.
لاملونه:
- زیات غوړ او مساله دار خواړه کارول،
- په ملاریا ډېر وخت اخته کېدل،
- امیبي پیچش او په کثرت سره د شرابو استعمال د دې ناروغی، سببونه دي.
نښې:
- دهاضمې خرابوالی،
- د زړه راجګېدل او کانګې کول،
- له غايطه موادو او کله له کانګو سره وینه راتلل،
- په لاس، پښو او خېټه کې پرسوب،
- ژبه میلی او د معاینې پر وخت ځيګر غټ او درد لرونکی معلومېږي،
- ځینې وختونه په ناروغ کې زېړی هم پیدا کېږي،
- ناروغ ورځ تر ورځ کمزوری او ډنګرېږي،
- د خېټې وریدونه بهر او نیلي رنګ غوره کوي،
- په نرانو کې د نامردۍ شکایت او په ښځو کې د میاشتني عادت بندېدل صورت نیسي،
- د ناروغ په ادرار کې کمبود راځي
- که سیروز زیات شي او د ځیګر په افعالو زیات اثر ولوېږي، نو دماغ هم تر اغېز لاندې راځي، نو ناروغ ته ډېر خوب ورځي.
- حافظه یې کمزورې او سرسام واقع کېږي او آن چې ناروغ بیهوشېږي او پر پښو او ورنو باندې بې جټکې لګېږي.
تشخيص Laboratory Test
۱- په وینه کې د S.G.O.T, Alkaline Phosphate, Bilirubin او LDH مقدار لوړېږي. په وینه کې د Albumin مقدار کمېږي او د Gamma Globuline مقدار زیاتېږي.
۲ -په وینه کې Anemia ليدل کېږي، چې د Folate دکمي له امل وي او د تریخي د ډېر کار کولوله کبله زیات Microcytic وي او په وینه کې د Platelets او WBC کمی هم رامنځته کېږي.
۳- پهPlain X.ray of Abdomen کې د ځیګر او تریخي سایز غټ معلومېږي، چې دا په سیروز کې عام وي.
۴- Upper G.I Barium Series هم د خوراك په نل او د معدې په Vericose veins کې څرګندېږي.
۵-Ultrasound of Abdomen یو ډېر مهم ټسټ دی، چې نن سبا یې عمومیت موندلی، چې په هغې کې د ځیګر او صفرا ټول کوایف معلومېږي. سربېره پر دې په خېټه کې دننه جمعه شوې اوبه Ascites هم څرګندوي او که د سیروز له کبله ځیګر ته سرطان رسېدلی وي، نو دا هم راښيي.
۶- Esophagus Gastroscopy (د تيوب په ذریعه) د خوراك د تیوب، معدې او دودونیم معاینه هم صورت نيسي، چې د هغې زخم او التهاب معلوموي.
درملنه:
- که ناروغ د شرابو عادي وي هغه دې بېخي پرېږدي او هغه درمل چې په ځیګر بده اغېزه کوي هغه دې نه استعمالوي.
- ناروغ باید ډېر آرام وکړي.
- په خوراك كې دې پروتیني مواد په ورځ کې له ۷۵ ګرامو څخه ډېر نه استعمالوي او که ناروغ بېهوشه کېدو والا وي، نو پروتین بېخي مه ورکوئ.
- د ورځې يوازې يوه ګولۍMultivitamin باید استعمال کړي.
- که پرسوب ولري، ناروغ ته مالګه مه ورکوئ.
- د Anemia په صورت کې ناروغ ته د ورځې یو ملي ګرام FolicAcidورکړئ او د اوسپنې د کمبود په صورت کې Tab.FeruSalphate.300mg ګولۍ د ورځې درې ځلې له خوړو وروسته ورکړئ.
- د Ascites (په خېټه کې د اوبو د راټولېدو) په صورت کې په خوراك كې مالګه او اوبه کمې کړئ، د ورځې باید په 200mg سودیم او 600ml اوبو کې زیاتون رانشي. Lasix-40mg د ورځې یو یا درې ځلې استعمال کړئ، دا له وینې څخه د ادرار له لارې اوبه خارجوي او په بدن کې د اوبو زیاتوالی کموي. له دې سره ناروغ ته Tab.PotassiumChloride د ورځې دوه ځلې یوه یوه ګولۍ ورکړئ، څو په بدن کې د پوتاشیم کمبود پوره کړي، کوم چې د Lasix له امله کمېږي.
- که چېرته Ascites بېخي زیات وي له ناروغ څخه یې د Trocharاو Cannula په ذریعه ایستل پکار دي، چې له ګېډې ایستل کېږي.
- په همدې توګه ناروغ ته Livergin او Syp.Hepamerz یو ځای درې وخته یوه یوه کاشوقه ګټور دي او Inj.LiverExtract یا Inj.Jetpar په عضله کې د ورځې یو ځلې زرق او له دې سره ورته Inj.VitB12 تطبیق کړئ.
په دې اړه نور دلته ویب ام ډي کې ولولئ
دا ځای کېکاږئ