له کانګو سره وینه راتلل؛‌ لاملونه، نښې او درملنه Hematemesis

له کانګو سره وینه راتلل څه شی دی؟ HaemaTemiesis

په دې ناروغۍ کې له کانګو سره یو ځای وينه راځي او کله ټوله وينه قی کېږي.

د وینو کانګې لاملونه:

درې مهم سببونه لري:

۱- د معدې یا کولمو ټپ (زخم)
۲- د Asprin ډېر استعمال
۳- د ځیگر منقبضېدل.

سربېره پر دې له خوني بواسیرو، د حیض د بندېدو او یا په ستوني کې د څه تخریش او زخم له کبله هم له کانگو سره وینه راتلای شي.

نښې یې:

  • له کانگو راتلو څخه مخکې په سینه کې درد پیدا کېږي.
  • د وینې رنګ تور او منجمد غوندې وي، چې ځینې وختونه یې سور رنگ هم وي.
  • له کانګو وروسته ناروغ کمزوری او بدحاله وي.
  • ډېره خوله (عرق) کوي او نبض یې کمزوری وي.

د وینو کانګې درملنه

  • که چېرته له کانګو سره ډېره وینه تللې وي، ناروغ کمزوری وي او نبض يې کمزوری وي او ډېره خوله کوي، نو باید کوم روغتون ته ولېږل شي، څو هلته ورته د بدن هم جنس گروپ وینه چالانه شي، ځکه چې د دغو ناروغانو ښه درملنه هغوی ته د وینې ورکول دي.
  • د وینې د بندېدو تدابیر په کار اچول په کار دي. د دې لپاره د ناروغ په خېټه یخ او یا د یخو اوبو مشکوله په خېټه ایښودل کېږي.
  • ناروغ تهMorphia او یا Inj.Pethidine زرقېږي.
  • په همدې ډول Calmpose او Inj.siquil هم ورته ګټه رسوي او د Inj.Sreptocro(Streptobiom) یې ځانګړی درمل دی.
  • Inj.VitK هم ورته ګټوره ده.
  • ناروغ تش نس مه پرېږدئ، ساعت وروسته یوه پیاله شیدې ورکوئ او له هغې سره Anti Acid درمل لکه:Gelusil یا Syp.Dimico او داسې نور ورکړئ.
  • د کانګو د مخنیوي لپاره ورته د کانگو ضد درمل لکهInj.Gravinate یا Tab.Inj.Marazin او یا Tab.Inj.Dramamin ورکړئ.

وړاندوینه

که چېرته له کانګو سره ژر ژر وینه راځي، نو پایله یې خطرناکه ده، ډاکتر ته ښایي چې ناروغ کوم نژدې روغتون ته ولېږي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک