د دماغ اناتومي جوړښت او دندې Brain Anatomy

دماغ د جمجمې ياد سر د هډوکو په منځ کې يوه نرمه خاورین رنګه ماده ده. چې له عصبي حجراتو څخه ترکیب شوې ده او د جسم یا بدن ټول ارادي او غیر ارادي فعالیتونه کنترولوي.

له دماغ او نخاع )چې د ستون فقرات په منځ کې واقع دي( څخه د عصبي رېښو يو جال ټول بدن باندې خپور شوی دی، چې ځينې تارونه په هغه صورت کې چې بدن ته څه حوادث ورسېږي باندیني او داخلي احساسات دماغ ته رسوي، چې دې عصبي رېښو یا تارونو ته حسي اعصاب ویل کېږي او د اعصابو هغه رېښې چې د دماغ پر حکمونو عمل کوي، حركتي يا خوځند اعصاب ورته ویل کېږي.

د انسان د بدن ټول جسماني سیستمونه د دماغ په واسطه کنترولیږي په ځانګړې توګه د زړه حرکتونه، د ساه اخیستو او ویستو او د هاضمې سیستم ټول نظام دماغ تر خپل کنترول لاندي ساتي.

د دما غ او نخاع (حرام مغز) تول وزن له ۱۳۵۰ څخه تر ۱۴۰۰ ګرامو پورې دی.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک