
د غوږونو اناتومي جوړښت Ear Anatomy
د غوږ اناتومي جوړښت Ear Anatomy:
غوږونه د غږ د اورېدو آلې دي، چې د اواز په ور رسېدو سره پخپل منځ کې ټکر کېږي او په دې توګه د اواز د اورېدو عمل سرته رسېږي.
غوږ درې برخې لري: ۱- باندینی غوږ ۲- منځنی غوږ ۳- داخلي غوږ.
۱- بهرنۍ برخه هغه ده، چې بهر خواته واقع او په هغې کې وېښتان وي، چې ګرد او غبار غوږ ته نه پرېږدي.
۲- منځنی غوږ له درې وړو وړو هډوکو څخه جوړ دی: څټك، سندان او رکاب. کله چې اواز منځني غوږ ته ورسېږي، نو څټک په سندان لګېږي او سندان هغه رکاب ته حواله کوي او هغه یې داخلي غوږ ته لېږي.
۳- داخلي غوږ د اورېدو خاصه برخه ده، چې په جمجمه کې واقع او دوه برخې لري: ۱- هډوره برخه ۲- غشايي برخه. د غوږ په يادو شویو برخو کې د آواز عصبي تارونه واقع دي، چې په دې توګه د اورېدو عمل سرته رسوي.