د معدې زخم؛ لاملونه، نښې، پرهېز او درملنه Peptic ulcer

د معدې زخم څه شی دی؟ Peptic ulcer (Gastric ulcer)

دا ناروغي د معدې په جهلي کې تر تخریش پیدا کېدو وروسته ورو ورو په ټپ بدلېږي، چې Peptic Ulcer ورته وایي.

 

د معدې زخم لاملونه:

  • د معدې مزمن پړسوب،
  • مزمنه بدهضمي،
  • د مرچك او مصالحو زیات استعمال.
  • اچار، د ګوړې چای ( ډېر خواږه څیزونه خوړل)
  • غم،
  • فکر،
  • تشویش،
  • د Aspirin او Cortisone د مرکباتو استعمال
  • او داسې نور د معدې د ټپ (زخم) سببونه دي.

د معدې د زخم اصلي سبب په معده کې د  Hydrochloric Acidزیاتوالی دی، چې په معده کې تولیدېږي.

د زخم معده نښې:

په معده کې سوخت چې په تش نس زیات وي، د خېټې په هغه برخه کې چې هلته معده موقعيت لري نری نری درد ، چې له خوړو خوړلو وروسته درد پیل کېږي. د درد له شدت سره کانګې هم لیدل کېږي، چې کله کله وينه هم ورسره وي.

کانګې د معدې د ناروغۍ مهمه نښه ده. که چېرته درد له معدې پیل او په ټوله خېټه کې خپور شي او له هغې سره کانګې او خوله (عرق) هم موجوده وي، دا په معده کې د زخم د جوړېدو نښه ده.

که چېرته دناروغ ولږه کمه وي او له دې سره وزن کم او کمزورتیا زیاته شي، نو دا په معده کې د څه رسولې باغوټې جوړېدو نښه ده.

ځینې وخت په خېټه کې درد او کانګې د چنجو له کبله هم واقع کېږي، چې د دې او د معدې د زخم توپیر په دې کې دی، چې دې سره ناروغ ژر ژر لاړې توکوي، له ناروغ څخه د چنجیو غورزېدلو څه واقعه لېدل شوي وي. که د ناروغ غایطه مواد د ازمېښت او یا ناروغ ته د چنجو دوا ورکړل شي تشخیص یې اسان دی.

د معدې زخم پرهېز:

  • ناروغ باید مرچك او مصالحه جات استعمال نه کړي،
  • غوړ او د خوږو څيزونو خوراك دې بلکل ترک کړي،
  • د نسوارو، سګرټو او پان استعمالول نه دي مناسب،
  • د اسپرین او Cortisone د مرکباتو له استعماله دې دډه وکړي،
  • ناروغ باید له غم، اندېښنې او تشویش څخه منع شي.

د معدې زخم درملنه:

څرنګه چې دا يوه عامه ناروغي ده، په ځانګړې توګه زموږ په ګران هېواد افغانستان او پاکستان کې ډېره لیدل کېږي، ځکه چې د دې ناروغۍ لاملونه په دې ملکونو کې ډېر او څوك يې پرهیز نه مراعاتوي. په هر ترتیب، ناروغي باید معالجه او د پرهېز پوره خیال ساتل پکار دی.

  • د غم، فکر او پرېشانۍ لرې کولو لپاره ناروغ تهPhenobarbitone او یا Tab.Librox  توصيه کړئ.
  • د معدې د زخم او تخریش د رفع کولو لپاره Anti acid درمل لکهAntasil یاTab.Trisil یا Tab.Semico تجویز کړئ، یا یې شربتونه ورکړئ.
  • د معدې زخم ناروغانو لپاره شیدې غوره نعمت دی، په ورځ کې باید ۴ تر ۶ ځلې وڅښل شي. په معده کې درد پیدا کېدو سره باید وڅښل شي، یوازې په همدې طریقې سره ډېر ناروغان روغ شوي. کله کله يې استعمال زیان هم رسوي.
  • په عصري درملو کې چې نن سبا یې استعمال ډېر عام او زیات دی، ناروغانو ته دCemitidine  مركبات لکهCemit-400mg یا  Tab.Ranitidin-150mg د ورځې دوه وخته سهار او ماښام تر یوې اوونۍ پورې ورکړئ.
  • په همدې توګه ناروغ ته Ulfam (Tab.Famotidin) لومړی څو ورځې 40mg د شپې لخوا ورکړئ، څو وروسته 20mg یوازې د شپې لخوا، که له دې سره هم ښه نه شي او ورځ‌ په ورځ خرابېږي او درد یې زیاتوالی کوي، ناروغ روغتون ته ولېږئ چې عملیات یې وشي.

تشخیص Laboratory Test:

ناروغ ته د خولې له لارې Barium ورکړئ Upper G.I Series یې وکړئ، زخم به یې معلوم شي. که چېرته د سرطان اشتباه موجوده وي، نو Endoscopy يې وکړئ، چې د خولې له لارې د پایپ په وسیله د معدې تصویر د ګروپ د روښنایي په ذریعه معلومېږي. د دې په ذریعه دناروغ Biopsy هم کېږي، چې د هغې په واسطه دا معلومېږي، چې ایا د معدې له زخم څخه د وینې جریان صورت نیسي او که نه.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک