د نارینه تناسلي غړیو اناتومي جوړښت او دندې Anatomy of male genital

د نارینه تناسلي آلې غړیو اناتومي جوړښت او دندې Anatomy of male genital

د نارینه تناسلي اعضا په دوو برخو (داخلي او بهرني) ويشل شوې.

لومړی: بهرني غړي:

په بهرني تناسلي عضو کې قضيب (Penis) او خصیتين (Testes) ګډ دي.

https://media.lomalindafertility.com/Male-reproductive-system-illustration.jpg

۱- قضيب: چې عضو تناسل یا ذکر هم ورته ویل کېږي، سفنجي جوړښت لري او په دريو برخو ویشل شوی:

– حشفه (د ذکر سر):
مخروطي شکل لري په سر کې یې د متيازو یو سوری دی او د پوستکې په پوښ کې پټ دی، چې د اسلام په مبین دین کې يې د ابراهیمي سنت مطابق د پرېکولو حکم شوی دی. دا چې د اسلام هر حكم له ګټې او حكمت څخه خالي نه وي، نو د دې ګټه هم دا ده، چې په دې پوستکې کې د متيازو څاڅکي، د خصیو رطوبت او ماده منومه جمع نه شي، څو د جراثیمو د راټولېدا منځی (مرکز) ونه ګرځي او د ډول ډول ناروغیو سبب نه شي. بل پلو د دې پردې له پرې کولو سره د ښځو او نرانو جنسي لذت زیاتوالی مومي.

– د قضيب جسم:
په دريو برخو لومړنۍ، منځنۍ او وروستۍ برخې وېشل شوی دی.

۲- خصتين: د مردکو یا بادام په بڼه دوه وړې غوټې دي، ۳ تر ۶ سانتي مترو پورې طول، تر 2cm عرض او 15g وزن لري، چې له بې شمېره وړو وړو نلونو څخه جوړ شوی او ماده منویه پکې جوړېږي. کله چې دلته مادہ منویه جوړه شي، نو خصیې ته لېږدول کېږي هلته نوره هم پخېږي او د مني د خزانې په لوري ځي هلته له منوي مادې (Semen) څخه حياتي ماده (Spermatozoa) جوړېږي، چې دا ماده ژوندي اجسام لري، چې د انساني ژوند پیل ګڼل کېږي.

سربېره پردې په خصیو کې یو هورمون هم جوړېږي، چې Testosterone ورته وایي. په وینه کې ګډېږي، دماغ ته لېږدول کېږي، چې په انسان کې نارینه ځانګړنې او جنسي بلوغت پیدا کوي. همداراز د اواز بدلون او په ځانګړو برخو د وېښتانو د زرغونېدو لامل کېږي.

دویم: د تناسل داخلي غړي:

دا په مخکینۍ غده یاغدہ قدامیه، غدودي، قنات ناقله،  قنات واقفه، د مني خزانه یا اوعيه مني باندې ویشل شوې ده.

 

۱-  قنات ناقله: دا دوه فټه طول او ۱.۸ انچه عرض لري، دوه نلونه دي، چې له خصيو څخه منویه ماده خزانې ته لېږدوي.
۲-  د منې خزانه: دا مخروطي شكله دوه کڅوړې دي، چې د مثانې اومستقيمې کولمې په منځ کې واقع دي، چې منویه ماده پکې راټولېږي.

۳- غدودي: د چڼې په اندازه دوه وړې دانې دي، چې د متيازو د نالۍ په غشا لرونکې لاندې برخه کې واقع دي، چې دوه نري نلونه یې د متيازو نل سره وصل دي، په هغه کې شفاف مایع پېدا کېږي، چې د متیازو نل ته غوړوالی ورکوي او ودي ورته وایي.

۴- واقفه قنات: دا دوه نلونه دي، چې له خزانې څخه مني لېږدوي. له بېخ سره یو نل جوړوي او د متيازو له نل سره یو ځای کېږي. د دې دنده د منوي مادې د متيازو نل ته رسول دي، چې د انزال پر مهال راوځي.

۵- قداميه غده: دا مخروطي شكله دوه مردکي دي، چې  Prostot Glandورته وایي. د مني له خزانې نه لږ وړاندې او تر مثانې لاندې يعنې د خولې نه لږ مخکې د متيازو له نل سره واقع دی. طول یې یو انچ او عرض یا قطر یې یو نیم انچ دی او ۱۰ ګرامه وزن لري.
له دې مردکو یا غوټو څخه یو ډول مایع پېدا کېږي، چې مذي ورته وايي او د انزال پر مهال د متيازو نل لوند ساتي.دا غده کله کله ورم یا انفکشن پېدا کوي، چې له دې امله غټېږي او د متيازو په نل باندې زور راوړي او د متيازو په خارجولو کې ستونزې رامنځته کوي، چې دې ته د قدامي غدې ورم یا Protatitis ویل کېږي.

https://www.brainkart.com/media/article/article-Male-Reproductive-Sy-7sM.jpg

 

مني (د تولید ماده)Semen :

دا يوه سپينه سرښناکه او ځانګړې بوی لرونکې مایع ده. چې په خصیتین کې جوړېږي او په یو ځل انزال کې تقریبا له ۵ څخه تر ۶ ګرامو پورې خارجېږي، په دې ماده کې په لکونو سپرمونه وي، چې یو یا دوه سپرمه یې د ښځو رحم (زيلانځ) ته ځي او د حمل د استقرار سبب ګرځي.

دا سپرمونه ډېر واړه وي، په سترګو نه لیدل کېږي، خو د مایکروسکوپ په ذریعه څرګندېږي، چې يو سر، تنه او لکۍ لري. سپرمونه د لکۍ په ذریعه یو خوا بل خوا حرکت کوي او د همدې حرکت په ذریعه د ښځې د تولید مادې تخم (Ovum) سره یو ځای کېږي او د ژوند د پیلامې سبب جوړېږي.

مني هغه وخت د تولید وړ وي، چې د هغې سپرم خوځند او تندرست وي. که چېرې خصیتين د څه ناروغۍ لکه ضربه، چیچك، سرخکان او داسې نورو له امله خراب شوی وي، نوموړی سپرم تولید نه شي کولی او یا دومره کمزوری وي، چې د حمل د استقرار وړ نه وي.

په دې اړه د نورو تصویرونو لپاره دا تړونی کېکاږئ

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک