د پوزې اناتومي جوړښت Nose Anatomy

د پوزې اناتومي جوړښت Nose Anatomy

پوزه د بويولو آله ده او په دوه (داخلي او بهرني) برخو وېشل شوې ده.
په بهرنۍ برخه کې یې دوه سوري او په منځ کې يې يو دیوال دی. دننه پکې بلغمي جهلي ده، چې میوکس ممبران (Mucous Membrane) ورته وايي. له هغې څخه یو ډول رطوبت راوځي، چې د زکام په حالت کې دا رطوبت زیاتوالی مومي. په پوزه کې دننه وېښتان وي، څو د تنفس د داخلېدو پرمهال سږو ته د ګرد او غبار مخنیوی وکړي. بهرنۍ پوزه له درې هډوکو څخه ترکیب ده.

داخلي برخه، چې د پوزې جوف هم ورته وایي. په هغې کې دوه ژور غارونه دي او دوه سوري لري، يو د حلق په لوري او دویم د پوزې د مخ په لور تللی دی. د پوزې د داخلي هډوکي په سر کې بلغمي جهلي دي، چې خانگړي عصبي تارونه لري، کله چې ساه اخیستل کېږي له عصبي تارو سره ټکر کوي، چې د هغي په ذریعه هر ډول بوی، ګرمي او يخني احساس کېږي، چې دې ته د شامي قوت ویل کېږي.

په دې اړه د نورو تصویرونو لېدو لپاره دا تړونی کېکاږئ

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک