د سترګو اناتومي جوړښت او دندې Eye Anatomy

د سترګې اناتومي جوړښت او دندې Anatomy of Eye:

د سترګو د کاڼي قطر ۲.۵ سانتي متره دی چې له پاسه يو کلک سپین پوښ لري (Sceleran) د دې پوښ په منځ کې مخې ته یوه سپینه پرده ده، ته یوه سپینه پرده ده، چې قرنیه (Cornea)  ورته وایي، له دې لارې سترګو ته دننه رڼا رسېږي. قرنیه د رڼا د تصویر په نېغ ساتلو کې هم مرسته کوي له قرنیې پرته د سترګو ټوله برخه د يوې نري غشا (Conjantiva)  په واسطه پټه وي.

د سترګو د ساتنې لپاره الله تعالی د پوستکي پوښونه جوړ کړي، لکه زېږمې، که سترګو ته څه خطر پیدا شي، نو زېږمې پخپله پټېږي. همدارنګه د ویده کېدو پر مهال هم له سترګو څخه د خطر د مخنیوي لپاره پخپله پټېږي.

د قرنیې شاته د سترګو رنګینه دایره ده چې (Iris) ورته وایي د دې دایرې د بېلابېلو رنګونو په واسطه موږ معلوموو، چې د چا سترګې تورې، شنې، نصواري… دي.
د رنګینې دایرې په منځ کې یو کوچنی سوری دی، چې کسي ورته وایي. کسي تور ښکاري، ځکه د سترګو دننه برخه توره وي. کسي د رڼا یا تیارې په تناسب لویېږي یا وړوکې کېږي، چې په تیاره کې لویېږي او تېزه رڼا کې وړوکی کېږي.

د Iris شاته د سترګو عدسیه (Lens) ده دا هم د رڼا تصویر د سترګو دننه پردې (Retina) ته رسوي، څو موږ په سمه توګه کتل وکړای شو. ریټینا د سترګو وروستنۍ برخه پټه ساتي. له دې ځای څخه رڼا پېغام د نریو تارو او رېښو او د وینې د رګونو له لارې ماغزو ته رسوي او موږ بیا شیان پخپله اصلي بڼه کې ګورو.

په دې اړه د نورو تصویرونو لېدو لپاره دا تړونی کېکاږئ

 

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک