ميرګي؛ ډولونه، اسباب، مخنیوی او درملنه (Epilepsy)
ميرګي څه ته وايي؟ (Epilepsy)
په ناروغ باندې داسې دوره يا حمله راتلل چې له خپل شاوخوا ناخبره وي او هوش نلري ميرګي ګڼل کېږي.
د میرګي ډولونه:
ميرګي دوه ډوله لري:
۱- اصلي ميرګي:
چې دا موروثي جنبه لري.
۲- ثانوي ميرګي:
د ځينو لاملونو له امله رامنځته کېږي، لکه په دماغ کې التهاب يا زخم واقع کيدل او يا په وينه کې د ګلوکوز کمېدل.
د نښو له لخاظه د ميرګي ډولونه:
چې په څلورو درجو ويشل شوې ده:
۱- شديد ميرګي Grandmal: دې ډول ميرګي کې ناروغ يو دم چيغه کړي او بيا بې هوشه شي، رنګ يې ژيړ او ادرار يې جاري وي، ټول بدن يې کلک او سختيږي له خولې څخه يې زګ راځي چې دغه حالت له ۲ تر ۱۰ دقيقو پورې دوام مومي. تر دې وروسته ناروغ په هوش راځي بدن يې خوله کوي او له ځانه خبر نه وي.
۲- نرم ميرګي Petimal: ناروغ يو دم بېهوشه کېږي خو په بدن کې يې تشنجي حرکات نه ليدل کېږي، دا دوره يوازي نيمه او يا يوه دقیقه وي. په مياشت کې يوه يا دوه دورې راځي.
۳- مقامي ميرګي: ددې اثر د جسم يا بدن په يوه غړي پورې محدود وي لکه لاس پښه يا سترګه باندي تشنج واقع کېږي نور ناروغ پوره نه وي بېهوشه بلکې په هوش وي.
۴- مهلک ميرګي Status Epilepsy: په دې کې پر ناروغ ژر ژر دورې راځي. يوه دوره چې ختمه شي بله دوره پيل کېږي دا ډېره خطرناکه او وژونکې دوره ده.
د میرګي اسباب:
که چېرې په ماشومانو او کم عمره خلکو کې ميرګي وليدل شي، نو دا به موروثي وي. ځينې وخت د ماشوم د پيدا کيدو پر وخت د هغه دماغ ته معمولي صدمه رسيږي، د ده دماغ ته په صحيح ډول اکسيجن نه رسيږي نو دماغ کې نقصان پيدا کېږي چې وروسته په ژوند کې د ميرګيو د دورو سبب کېږي. په همدې ډول د دماغ د جهيلو د انفکشن (Meningitis) او د دماغو انفکشن چې هغې ته (Encephalitis) ويل کېږي او د دماغ له زخم (Brain Abscess) څخه هم د ميرګيو دورې پيدا کيدای شي. که چېرته دماغ ته په پوره توګه اکسيجن ونه رسيږي يا دماغ له څه امله زخمي شي چې ددې له کبله د ماغ د جهيلو په منځ يا بهر کې وينه راټوله شي نو د هغې له امله هم ميرګي پيدا کېږي د ماغي تومور يا د بدن بله کومه برخه کې سل واقع کيدل د هغې دماغ ته سرايت هم ميرګي منځ ته راوړي.
په جسم کې د کاربن مونو اکسايد جمع کيدل، د شرابو او Barbiturate استعمال او يو دم پريښودل هم د ميرګيو سبب کېږي.
په بدن کې د اليکترولويتونو د خرابی، مثلا: د سوديم، کلسيم، ميګنيزيم کموالی يا په بدن کې د اوبو زياتوالي څخه هم منځته راځي.
د میرګي درملنه:
اکثره ماشومان له ۱۵ کلنۍ څخه وروسته پخپله جوړيږي او په هغوی بيا حمله نه راځي بايد د هغوئ علاج هم له دې وروسته بند شي.
په لويانو او ماشومانو کې احتياطي تدابير ډير ضروري دي. د ميرګيو ناروغ بايد له سيند، کوهي، اور، د بام سر، د موټر او بايسکل چلولو او پر پاڼ او ديوال کيناستلو څخه منع شي. د قبض دې خاص خيال ساتي. له فکر، تشويش او انديښنې دي لاس واخلي.
د حملې پر وخت دې ناروغ ته په پوزه کې امونيا کارب ور بوی شي. د ناروغ په مخ د يخې اوبو واچول شي، د ژبي خيال يې ساتل پکار دي چې په غاښونو يې ونه چيچي، په خوله کې کارت يا ټوټه ورته کيږدئ که دې سره هم دوره ختمه نشي نو ناروغ ته Inj.Phenobarbitone یا Inj.Siquil ولګوئ او د وقفې په حالت کې په پرله پسې ناروغ ته Tab.Phinobarbitone 60mg د ورځې درې ځله او له دې سره يو ځای Cap.Dilantin 100mg د ورځې دوه ځله (پرله پسې) او يا Tegretal 200mg د ورځې دوه ځله ناروغ ته ورکړئ ماشومانو ته د هغوئ د عمر او وزن په تناسب درمل توصيه کړئ، په خاصه توګه Cap.Carmetol 100mg د ورځې درې وارې د دوو مياشتو لپاره ورکړئ، اکثره ورسره ميرګي ختميږي.
د ميرګيو د مخنيوي لپاره تر ټولو غوره درمل Phenobarbiton دي. خو پدې شرط چې لږ تر لږه پنځه کاله استعمال شي.
د ميرګيو مخنيوي:
دا درمل Tab.Emeside (Ethosunimid) 20mg/kg ۲۰ ملي ګرام په في کیلو ګرام د بدن د وزن د ورځې دوه يا درې ځله او هره اونۍ وروسته باید ۱۰ في کیلو ګرام د بدن د وزن باندې اضافه شي، څو ۴۰ ملي ګرام فی کیلوګرام د بدن د وزن ته ورسېږي.
د پورتنۍ دوا پرځای (Valpro atesodium) Tab.Epival هم ورکولای شئ، دا درمل 15mg في کیلوګرام د بدن وزن په حساب توصیه کېږي، او هره اونۍ له ۵ تر ۱۰ ملی ګرام في کیلوګرام د بدن په وزن اضافه کېږي. د ورځې له ۲ څخه تر ۳ ځلو پورې ناروغ ته ورکول کېږي، اعظمي حد يې60 mg/kg د بدن د وزن دی.
له پورتنيو څخه يوه دوا استعمال او تر ۶ مياشتو پورې يې ناروغ ته ورکړئ. خو هره دوه مياشتې وروسته بايد د ناروغ C.B.C او lever function test وکړئ. په وينه کې يې اندازه له ۵۰ څخه تر ۱۲۰ مايکرو ګرام في سي سي زيات نشي ځکه چيې د ځيګر او وينې پر حجراتو اغېز کوي.