د پښتورګو اناتومي جوړښت او دندې Kidney Anatomy

د پښتورګي جوړښت او دندې:

پښتورګي دوه نل لرونکي غونډاري دي، چې لوبياته ورته بڼه لري او د ملا د تېر په دواړو خواو د خېتې شاته واقع دي، چې ۶ انچه طول او ۲ انچه عرض لري او له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ گرامو پورې وزن لري.

د پښتورګي له منځنۍ برخې، چې د پښتورګي نوم (ناف) یا Hilus ورته ویل کېږي، شریانونه، وریدونه او اعصابي تارونه پښتورګي ته ننوتلي دي او د متيازو نالۍ (Ureter) هم له همدې ځایه راوتلې ده. د هر پښتورګي چارچاپېره یوه پرده ده، چې د پښتورګو ساتنه کوي. په پښتورګو یا بډوډو کې دننه د متيازو ډېر نري نري نلونه دي، چې ادرار د څاڅکو په بڼه له دې نلونو څخه راوځي او د پښتورګي په حوض کې چې په منځنۍ برخه کې واقع دی، جمع کېږي. چې له هغه ځایه د متيازو د نالیو (Ureter) یا حالب له لارې د مثانې په لوري ځي.

د پښتورګي دندې:

۱- د وینې ټول بېکاره مواد او بېکاره اجزا د پښتورګي د باریکو نلونو په ذریعه پښتورګو ته ټول او له هغه ځایه له ادرار سره یو ځای خارجوي.
۲-  د ټول بدن وینه د پښتورګو په ذریعه پاکېږي.
۳- ګردې یا پښتورګي د ورځې تقریبا د ۸۰۰ تر ۲۰۰۰ میلي لیتره ادرار جوړوي.

په پښتورګو کې د وینې دوران

 

د پښتورګي رښتینی انځور

واسع

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک