د ځیګر اناتومي جوړښت او دندې  Liver Anatomy

د ځیګر جوړښت او اندازه:

د انسان په بدن کې ډېره مهمه عضو ده، چې سور ته مایل نسواري رنګ لري، له g200 څخه تر 700 ګرامو پورې وزن لري. د ځیګر زیاته برخه د ښي اړخ پښتیو لاندې موقعيت لري او چپه څنده يې د کینو پښتیو لاندینۍ برخې ته رسېدلې ده.

د هغې طول له ۱۰ څخه تر ۱۲ انچو پورې، عرض یې له ۶ څخه تر ۷ انچو پورې دی. د ځیګر پورتنۍ برخه له حجاب حاجز سره تړلې ده، چې د یوې مایع په ذریعه پوښل شوې ده. د ځیګر لاندینۍ سطحه له معدې اوغټو کولمو سره لګېدلې. ځیګر ۵ سوري، پنځه رګونه او پنځه کونجونه لري. د ځیګر د ښي اړخ لاندې برخه کې یوه کڅوړه ده، چې تریخی ورته وایي، چې دوه انچه طول او یو انچ عرض لري. کله چې په ځیګر کې صفرا تولید شي د صفراوی نل پواسطه نقل او په دې کڅوړه کې زېرمه کېږي، چې د یو نل له لارې کولمو ته لاره پېدا کوي او هلته له هضم سره مرسته کوي.

د ځیګر دندې:

د ځیګر ځانګړې دنده د صفرا پیدا کول دي، چې په کولمو کې د هضم له کار سره مرسته کوي. صفرا نه پرېږدي، چې په کولمو کې خواړه متعفن او فاسد شي. صفرا د کولمو غدود تحریکوي، چې د موادو اخراج اسانه کړي. په همدې توګه صفرا د بدن د تودوخي درجه نورماله ساتي.

د ځیګر بله دنده د ګلایکوجن یا حېواني نشاستې جوړول دي، چې په بدن کې تودوخه او قوت پیدا کوي. د ځیګر بله دنده د یوریا تشکیل دی او بالاخره ځیګر د بدن لپاره د وینې ټول اړین (ضروري) اجزا جوړوي.

واسع

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک