د کولمو اناتومي جوړښت، ډولونه او دندې Intestine Anatomy

د انسان د کولمو په اړه څه پوهېږئ؟

د انسان په بدن کې تقریبا ۲۷ فټه اوږدې کولمې دي، چې دوه ډوله دي:

۱- وړې کولمې
۲- غټې کولې

۱- وړې کولمې:

په درې برخو ویشل شوې دي، چې ۲۲ فټه  اوږدوالی لري.
لومړۍ برخه، ډوډنیم (Duodenum)
دوهمه برخه جي جي نيم (Jejunum)
درېیمه برخه ایلیم (Ileum)

 

د کولمو د Duodenun برخه تقریبا ۱۲ ګوتې اوږدوالی لري، چې دې ته اثناعشره کولمې هم ویل کېږي. د معدې له لاندینی برخې څخه پیل او تر جي جيونوم پورې رسېږي. وړې کولمې  Jejunum چې امعا الصائم هم ورته وایي، د ډوډنیم له وروستۍ برخې پیل او د Ileum تر قسمت پورې رسېږي، تقریبا ۷ نیم فته اوږدوالی لري. په همدې توګه، ایلیم Ileum ۱۱ نیم فټه اوږدوالی لري او دا برخه د کولمو له نورو برخو څخه زیات تنګوالی لري.

کولمې د جوړښت په لحاظ څلور طبقې لري، باندینی طبقه یې ابداره او تر دې لاندې طبقه یې عضلاتي رېښې لري او له هغې څخه لاندې طبقه یې خانه داره ده چې په هغې کې عروق او اعصاب واقع دي. لاندینۍ طبقه یې چې بلغمي جهلي لري عمودي او ګول شكله رېښې لري، چې د هغې له انقباض څخه د کولمو انسدادي حرکت پېدا کېږي، چې د دې حرکت په ذریعه خواړه او فاضله مواد په کولمو کې مخکې حرکت کوي؛ په دې مانا چې د کولمو لومړۍ برخه تنګېږي، په خوړو باندې زور اچوي، چې مخکې حرکت وکړي او د کولمو مخکينۍ برخه پراخه کړي، څو خوړو او فاضله موادو ته لاره خلاصه او مخکې حرکت وکړي. د کولمو په داخلي او لاندینۍ برخه کې چې کوم بېلابېل ډول عروق واقع دي د هضم شوو خوړو ګټور توکي جذبوي او د وینې په جریان کې یې شاملوي، چې بدن ورڅخه استفاده وکړي.

۲- غټې کولمې Colon:

غنې کولمې تقریبا پنځه فټه اوږدوالی لري د وړو کولمو له وروستۍ برخې څخه پیل او د مقعد (Rectum) تر ځایه رسي. دا هم په څو برخو ( مستقیمه برخه، عرضي برخه، لاندې تلونکې او سیگموید برخه) باندې ویل شوې ده. د دې کولمو وروستۍ برخې ته مخرج یا مقعد (Anus) ویل کېږي.

د کولمو افعال:

کوم خواړه چې په معده کې نیم هضم شوي وي تر هغې وروسته کولمو ته داخلېږي. په کولمو کې له صفرا او پانقراص څخه ځیني رطوبتونه د څاڅکو په شکل ورسره ملګري کېږي او د خوړو مختلفې برخې لکه نشایسته، قندونه او شحميات هضموي، چې په دې ترتیب د خوړو د مفیدو اجزاو د هضم او د جذب عمل په کولمو کې پوره کېږي. د خوړو ګټورې برخې د جاذبه عروقو په ذریعه د وړو کولمو له لارې جذب او د وینې دوران ته ځي او فاضله او بیکاره اجزا غټو کولمو ته داخل او له هغه ځایه د مقعد له لارې وځي.

واسع

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button